د ملکي وګړو د وژلو دوام؛ طالبانو د بغلان په خوست کې یو ۱۴ کلن هلک په ډزو وواژه

لخوا Aamaj News

په بغلان کې سیمه ییزې سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو د دغه ولایت په خوست ولسوالۍ کې یو ملکي کس په ډزو وژلی دی.

سیمه ییزې سرچینې زیاتوي چې طالبانو دغه ۱۴ کلن ځوان (دوشنبه، وږی ۷مه) لومړی د مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور نیولی، بیا یې شکنجه کړی او وژلی دی.

دغه ځوان دبغلان ولايت د خوست ولسوالۍ د فرعانبل د کلي اوسيدونکى و.

د طالبانو له خوا د ملکي وګړو وژل کومه نوې خبره نه ده. طالبانو تر دې وړاندې هم د بغلان په خوست ولسوالۍ کې لسګونه ولسي وګړي نیولي او په ځینو مواردو کې یې وژلي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ