خوست کې سیمهییزې سرچینې آماج ته وایي چې دې تېر حکومت د ملي امنیت یو څارنوال په یاد ولایت کې د طالبانو لخوا د ډېرو وهلو ډبولو وروسته ژوند له لاسه ورکړی.
سرچینې یاد څارنوال نوم ممتاز شېرزی ښودلی. نوموړی همداشان د خوست پوهنتون کې استاد وو.
د سرچینې په وینا؛ نوموړی طالبانو (جمعه د چنګاښ ۲۴مه) ونیولو او تېره ورځ (شنبه) د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې یې مړی کورنۍ ته وسپارل شو.
دا وژنې په داسې حال کې کېږي؛ چې طالبان تل د عمومي عفوې پر رعایت کولو ټینګار کړي.