د صبرالدین خپلوان آماج ته وایي؛ چې طالب پوځیانو نوموړی سخت وهلی او ډبولی، چې د ژورو ټپون له امله یې ژوند له لاسه ورکړ.
د نوموړي د خپلوانو په وینا؛ نوموړی موټرچلوونکی و او له هغې وروسته چې د خنجان پُل په سیمه کې د طالبانو لخوا ووهل شو، د تېره ورځ ماښام (چهارشنبه د کب ۱۸مه) یې روغتون ته د لېږلو په حال کې سکته وکړه او ژوند یې له لاسه ورکړ.
دا پېښه وروسته هغې ترسره شوې؛ چې نوموړی د واده په یو پروګرام کې له خپل موټر سره په سرعت او له اجازې پرته د طالبانو له پلټن ځای تېرېدو.
صبرالدین د خنجان ولسوالۍ د دره والیان اوسېدونکی و. له نوموړي مېرمن او پینځه ماشومان پاتې شوي دي. د قرباني شوي کس خپلوان د عدالت غوښتونکي دي.
په یاده ولسوالۍ کې طالب مسوولینو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې په ځانګړي ډول د طالبانو پلټن ځایونو کې د ملکي وګړو پر موټرونو د ډزو کچه زیاته شوې.
په وروستۍ پېښه کې تېره ورځ د کابل ښار برکي څلور لاره کې درې کسانو د طالبانو د ډزو په پایله کې ژوند له لاسه ورکړ.
د دې ټولو سربېره؛ دوه ورځې وړاندې هم د کابل برچي سیمه کې د طالبانو یو رنجر ډوله موټر لاندې کړو او ژوند یې له لاسه ورکړ او ډایکنډي کې هم په ورته پېښه کې یو کس د طالبانو تر موټر لاندې شو او ژوند یې له لاسه ورکړ.
د هېواد وګړي د خلکو په منځ کې د طالب پوځیانو له ناوړه چلند، نه پاملرنې او بې پروایی له امله د شکایتونو سربېره وایي؛ چې ورته چلند د طالبانو په وړاندې د کرکې حس له زیاتېدو سره مرسته کړي.