ختک: د طالبانو بې رحمه رژیم د هزاره ګانو د نسل وژنې د مخنیوي توان نه لري

لخوا Aamaj News

د پاکستان د مشرانو جرګې پخواني غړي افراسیاب ختک د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کې پر هزاره ګانو د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ويلې، چې د طالبانو ظالم رژیم د هزاره ګانو د قتل عام په مخنیوي کې پاتې راغلی.

د پاکستان پخواني سناتور د دې بریدونو په اړه د نړیوالې ټولنې چوپتیا ته په اشارې سره وویل: “د دې بریدونو په وړاندې د نړیوالې ټولنې چوپتیا مایوسوونکې ده.”

ښاغلي ختک ټینګار کړی چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې اوسیدونکي یې د حکومت له خوا د لږ ملاتړ څخه برخمن نه دي.

دا غبرګون په داسې حال کې دی، چې په وروستیو ورځو کې په کابل او مزارشریف کې د هزاره ګانو پر ضد څو ترهګریز بریدونه شوي دې.

ګڼو نړیوالو او د بشري حقونو سازمانونو د دغو بریدونو په غبرګون کې دا د هزاره ګانو نسل وژنه بللې ياده کړې ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ