د پاکستان صدراعظم عمران خان له “سيانان” سره مرکه کې وايي چې په افغانستان کې د طالبانو بدیل نشته، او نړۍ باید له طالبانو سره تعامل وکړي.
خان زیاتوي؛ چې لرې یا نږدې خو نړۍ به طالبان د ۴۰ میلیون کسانو د ښه والي او راتلونکي لپاره په رسمیت وپېژني.
د پاکستان صدراعظم همداشان ویلي؛ چې په افغانستان کې تر ټول بد بشري ناورین د پېښېدو په حال کې دی؛ اوسني وضعیت ته په کتو له طالبانو څخه غوره ټاکنه نشته.
عمران خان ټینګار کړی؛ چې امریکایان باید وپوهېږي چې د طالبانو له حکومت څخه کرکه یوه موضوع او د افغانستان خلکو سوکالي بله موضوع ده.
عمران خان څرګنده کړې؛ چې باید له طالبانو سره تعامل وشي او له دوی څخه مخ اړول په افغانستان کې د ګډوډۍ لامل کېږي. د نوموړي په وینا؛ په افغانستان کې ګډوډي د پاکستان ثبات هم ګواښي.
نوموړي همداشان له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې له اقتصادي سقوط څخه د مخنیوي لپاره د افغانستان کنګل شوې پیسې آزادې کړي.