د پاکستان خان د اتریش صدراعظم ته: زموږ لومړۍ اندېښنه دا ده چې په څه ډول افغانستان کې له انساني ناورین مخنیوی وکړو

لخوا Aamaj News

د پاکستان صدراعظم عمران خان نن (شنبه، د سلواغې ۳۰مه) د افغانستان د وضعیت په اړه د اتریش صدراعظم کارل نهمر سره ټلیفوني خبرې اترې کړې دي او نوموړي ته یې بلنه ورکړې چې اسلام‌آباد ته سفر وکړي.

عمران خان په یو ټویټ کې لیکلي: “زموږ لومړۍ اندېښنه دا ده چې څه ډول افغانستان کې له انساني ناورین مخنیوی وکړو.”

په ورته وخت کې؛ د اتریش صدراعظم کارل نهمر په یو ټویټ کې لیکلي، چې د پاکستان صدراعظم عمران خان سره یې ښه اړیکه درلوده.

نوموړي په دې ټویټ کې زیاته کړې؛ چې دوی د افغانستان وضعیت او په دې هېواد کې د بشردوستانه مرستو د وړاندې کولو له لارې د ثبات رامنځته کولو په اړه خبرې اترې کړې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ