د پاکستان خان زیاته کړې؛ چې که پاکستان تر ټولو لومړی طالبان په رسمیت وپېژني، په دې هېواد به نړیوال فشارونه له حد ډېر وي.
عمران خان وویل؛ چې افغانان ویاړلي خلک دي او په فشار سره د یو کار ترسره کولو ته نه اړ کېږي.
نوموړي ټینګار کړی؛ چې نه باید دا تمه ولرل شي چې افغانان دې د غربیانو په څېر د ښځو حقونه رعایت کړي. اوسمهال طالبانو د نجونو له زدکړو سره هوکړه کړې او وخت ته اړتیا لري.
نوموړي همداشان په افغانستان کې د بشري کړکېچ د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړي.
نوموړي د بېلابېلو ترهګرو ډلو شتونو ته په اشارې سره وویل: “موږ په دې باور یو چې هر څومره د افغانستان دولت با ثباته وي، په هماغه کچه د ترهګرو ډلو فعالیت کمېږي.”
کله چې له عمران خان وپوښتل شوې چې آیا پر طالبانو باور لري یا نه؟ ویې ویل کله چې په ۱۹۹۰ لسیزه کې طالبانو واک په لاس کې واخیست، وتوانېدل چې امنیت راولي.
د پاکستان صدراعظم څرګنده کړې؛ چې که ترهګر د افغانستان له خاورې خپل عملیات ترسره کړي، طالبان به زیان وویني.
عمران خان ویلي؛ چې پاکستان په افغانستان کې د نړیوالې ترهګرۍ د فعالیتونو بندېدو غوښتونکی دی او دا کړنه یوازې د طالبانو په مرسته ممکنه ده.