د مهندس محمد خان مېرمنې د ژورو ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړ

لخوا Aamaj News

سرچینې آماج ته مني چې ملي یوالي حکومت د اجراییه ریاست پخواني مرستیال مهندس محمد خان مېرمنې د ژورو ټپونو له امله ژوند له لاسه ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې (جمعه، د سلواغې ۲۲مه) په کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي و، چې د مهندس محمد خان په کور کې د نښتې له امله د نوموړي زوی او ساتونکی وژل شوي، مېرمن او یو خپل یې ټپیان شوي.

په کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ د محمد خان له باجه څخه په نقل قول ویلي و، چې دا نښته د خپلمنځي اختلافونو له امله شوې وه.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني مرستیال امرالله صالح ادعا کړې؛ چې دا برید د طالبانو له لوري ترسره شوی.
صالح په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي و؛ چې طالبانو د شپې مهال د اجراییه ریاست پخواني مرستیال پر استوګنځي برید کړی. د نوموړي په وینا؛ په دې برید کې د محمد خان ځوان زوی د خپل د تره له زوی سره وژل شوی او سپین سرې مېرمن یې ټپي شوې.

خو مهندس محمد خان په خپل استوګنځی د برید په تړاو خپلمنځي اختلافات نه دي منلي او د امنیت ټينګښت یې د طالبانو سرپرست حکومت مکلفیت بللی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ