د پاکستان د پخواني لومړي وزیر د احتمالي نیول کېدو په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د یاد هېواد رسنۍ وايي چې د تحریک انصاف ګوند مشرانو خبرداری ورکړی چې د دغه ګوند مشر عمران خان د دوی لپاره سره کرښه دی.
بل پلو عمران خان د خپل هېواد حکومت د خپلې وینا په سانسور کولو تورن کړی.
نوموړي وویلي چې د پاکستان اوسني حکومت له دې کړنې سره په یوه غونډه کې خلک د هغه د وینا د اوریدو مخه ونیوله.
دا تورونه وروسته له هغې لګیدلي چې په پاکستان کې د رسنیو د څارنې ادارې د شنبې د اګست په ۲۰ مه د هغه هیواد د حکومتي ادارو پر ضد د «کرکې ډکه وینا» تر نامه لاندې د عمران خان د وینا په ژوندۍ بڼه خپرونه بندیز ولګولو.
بل پلو د خان یو شمېر مینهوال د اسلام آباد په بني ګاله کې د خپل رهبر سره د یوالي لپاره د نوموړي کور کې راټول شوي.
عمران خان له هغې وروسته چې د ۲۰۲۲ اپریل کې د خپل هېواد له پارلمان د نه باور رایي ترلاسه کولو وروسته له واک لرې شو، پاکستان کې د نویو ټاکنو ترسره کولو غوښتونکی شو.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر له واک څخه د لرې کېدو وروسته د خپل هېواد ګوټ ګوټ غونډو کې سختې ویناوې کړې دي.
نوموړي ادعا کړې چې له واک څخه ګوښه کېدل یې د خپل ځای ناستي شهباز شریف او متحده ایالاتو یوه دسیسه وه؛ خو واشنګټن تل د پاکستان کورني سیاست کې هر ډول رول لوبول رد کړي دي.
1 تبصره
Great website. Lots of useful information here. I look forward to the continuation.