هدا خموش، د لاریونوالو ښځو استازې چې د (اُسلو) غونډه کې یې ګډون کړی و، ناروي کې د پناه اخیستو خبر یې رد مړ او جعلي یې بولي.
نوموړې په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: “زه نه سیاست مداره یم او نه هم کومه سیاسي رهبره چې د خپل باور ساتلو لپاره دروغ ووایم. که غوښتل مې چې د پناه اخیستنې غوښتنلیک ورکړم، بې له هېڅ پټ کار څخه مې لیکل چې پناه مې واخیسته.”
خموش زیاته کړې: “زه یوه معمولي ښځه یم چې د افغانستان نورو میلیونونو کسان په ډول مې عادي ژوند درلود.”
نوموړې ټینګار کړي چې هېڅ هېواد تت نه ده کډواله شوې او د کډوالۍ لپاره پروګرام هم نه لري.
د نوموړې په وینا، “د ناروې دولت په غوښتنه او د دوی په قول د اړینو تضمینونه ترلاسه کولو پورې، له ناروې څخه د وتلو اجازه نه لرم، هره ورځ چې یې د ګرځېدو اجازه راکړه ګرځم، هیله ده هغه ورځ مو تر څنګ ودرېږئ.”
هدا خموش د ښځو ورستیو لاریونونو یوه پېژندل شوې څېره ده. نوموړې د لاریونوالو ښځو په استازولی د اُسلو ناسته کې ګډون کړی و او اوس هم ناروې کې ده.