هدا خموش د امریکا او اروپا استازو ته: د هر ظلم لاندې د هر ډول جنسیتي بند او قومي له منځه تګ سره مبارزه کړو

لخوا Aamaj News

د افغانستان لاریونوالو ښځو استازې هدا خموش چې د اُسلو ناستې ته بلل شوې، د یادې ناسې په دویمه ورځ یې د امریکا او اروپا استازو ته ویلي چې “د هر ظلم لاندې د هر ډول جنسیتي بند او قومي له منځه تګ سره مبارزه کړو.”

د هدا خموش د دویمې وینا متن:

د آزادۍ او برابرۍ په نوم
د افغانستان ټولو هغه نجونو او ښځو په یاد او درناوي چې اسارت نه مني.

ښاغلو او آغلو، ټولو ته سلام!

د جنوري له ۲۱ مې، له جمعې ورځې څخه د آزادو خلکو او ښځو د غږ د انعکاس او غوښتنو لپاره له کابل څخه اُسلو ته رابلل شوې یم، په کور دننه هېواد او بهر د افغانستان میلیونونه نارینه او ښځینه راته انرژي راکړې او تمه لري چې پرحق او مشروع غوښتنې یې مطرح کړم.
ټینګار کړړ چې زه د مرکې لپاره نه یم راغلې، بلکې د خلکو د غوښتنو د طرحې لپاره دلته یم.
ما تېره ورځ د اګېسټ له ۱۵ مې وروسته پر افغانستان د حاکم لخوا د ځپلو، ترور او خفه کولو څخه وویل. د ټولو لاریونوالو ښځو له وضعیت څخه ښه خبر یاست. تکرار ته یې اړتیا نه وینم.

تېره ورځ متقي د طالبانو په استازولی وویل چې له همکارانو سره یې اړسکه نیولې تر څو کابل او بلخ کې د نیول شویو نجونو برخلیک روښانه کړي. ښاغلي متقي ماته وویل: “راځی کابل ته تر څو له یوبل او لاریونوالو سره خبرې وکړو.”

موږ ښځې په دې کې خبرو کې کمښت وینو او هغه د عامه ذهنیتونو د انحراف لپاره هڅه ګڼو. دلته د نړیوالې ټولنې په وړاندې د کنکل شویو پیسو د خلاصون او مشروعیت او باور ترلاسه کولو لپاره یو څه وړاندې کېږي؛ خو په عمل کې د افغانستان ښارونو، کورونو او واټونو کې طالبانو له منځه وړل، ترور او وحشت په لار اچولی. دوی په تېرو ۵ میاشتو او ۹ ورځو کې له هغه ښځو سره چې کابل، بلخ، هرات او نورو ولایتونو کې له سولییز لاریونونو سره واټونه ته راوتلې دي، د خبرو او مرکو په اړه یې هېڅ نه دي ورته ویلي. برعکس انسان یې محوه کړي ښځې یې ترور او ځپلې دي.
تر پرون ورځې د افغانستان له خلکو څخه ستاسې او طالبانو په پوځي عملیاتو کې د سپر په توګه ګټه اخیستل کېده. او اوس له لاریونوالو ښځو، بېوزلۍ او شته ناورین څخه د لوی فشار توګه ګټه اخیستل کېږي. موږ د هر ظلم لاندې د هر ډول جنسیتي بند او قومي له منځه تګ سره مبارزه کړو. موږ په هېڅ ډول طالبان حتا د بلفعل حکومت به توګه نه پېژنو.د تېرو پینځو میاشتو تجربې وښودله چې طالبان نه د بالفعل دولت په توګه، بلکې د یو جنګي او خپل سرو ملیشو د ټولګې په توګه عمل کړي.
بله له قانوني اړخ او بهیر څخه د نارینه او ښځو نیول، په نیمه شپه خصوصي حریم ته دننه کېدل او په شخصي کورونو کې زموږ بندي کول او دا ټول جنایتونه نه منل، د جګړه ییزو او نامسووله ملیشو ځانګړنې دي. ویاندویان یې په ښکاره ډول د خپلو مخالفینو د بندي کولو او سزا ورکولو له حق څخه خبرې کړي. له هرڅه وړاندې دې طالبان یوې د پیل پوښتنې ته ځواب ووایي او هغه دا چې چا طالبانو ته ير موږ د واکمنۍ حق ورکړی؟
ځینې شته چې ټینګار کړي چې ګواکي طالبان د افغانستان خلکو استازي دي. او یا دا چې د افغانستان خلک سنتي دي. او یا دا چې د افغانستان خلک د بشري حقونو، د ښځو حقونو ، بیان آزادۍ او ډیموکراسۍ اهلیت نه لري.

نه، ښاغلو او آغلو!
په تیرو شل کالونو کې هېچا زموږ په اندازه د ډیموکراسۍ، بیان آزادۍ، د ښځو حقونو، بشر حقونو او پوهنې لپاره قرباني نه ده ورکړې. موږ د خپل ژوند په قیمت، د همدې ملیشو له لوري چې تاسې یې نن کوربه یاست د خپل بدن د غړو د قطع کېدو په قیمت، په ټاکنو کې مو ګډون وکړ. په نړۍ کې د قرباني شویو روشنفکرانو او خبریالانو نوملړ وګورئ، زما هېواد د یاد نوملړ په لومړي ځای کې دی. دا د بیان آزادۍ په لاره کې زموږ قربانۍ دي. ساتې ځکه زموږ اختیار دې ډلې ته وسپارلو چې تېرو دوه کالونو کې ستاسې باور په خپلو ګوتو څرخوي. دوی پر خپل کوم قول او خبره باندې وفا کړې تر څو له دوی سره مرکه وشي او دوی ژمنې وکړي؟
په خواشینۍ سره نړیوالې ټولنې موږ د طالبانو د ټاکلو ته له اړ کولو سره مخ کړي یو. ولې موږ باید اړو ترڅو طالبان ومنو؟ موږ اړ نه یو چې د طالبانو د منلو یا له صفر څخه بېرته د هر څه پیلولو تر منځ یو اړخ وټاکو. موږ.یوه کوچیاني ټولنه نه یو چې هېڅ ارزښتياو اخلاقي او دولت دارۍ معیارونه او اصول ونه لرو. موږ پر اساسي قانون پورې تړلې ټولنه و طالبانو په کوم حق هغه قانون په یو اړخیز او قهرجن ډول ملغا کړ؟

ولې طالبانو له ۲۰۰۱م کل راورسته حقوقي بنستونه له منځه یووړل؟ چا دوی ته دا حق ورکړ چې د افغانشتان ټولنه او ټول دولت مصادره کړي؟

شاید د دې وضعیت دوام نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ وي. دوی کولی شي ووایي چې دا وضعیت له هېڅ څخه ښه دی او یا موږ د طاربانو لپاره بدیل نه لرو. خو زموږ لپاره په هېڅ ډول د منلو وړ نه دی. موږ نه غواړو د یاد وضعیت په دوام سرع طالبان هره ورځ له موږ قرباني واخلي او خلکو د خپلو فکرونو او قدرت مریيو باندې بدل کړي.

ښاغلو او آغلو!
زه له دې ډلې هېڅ نه غواړم. ځکه دوی په دې سره چې د باور وړ نه دي، شهرت لري. دوس باور لري چې هره ناروا چې؛ د دوی په خبره د خپلو نیکو موخو لپاره ترسره کوي، ګناه نه لري؛ ځکه ځانونه د دین او خدای سرتېري ګڼي. زه نړیوالې ټولنې ته ځم. د خپلو هم نسلو اوښتنې له تاسې شریکوم. تاسې قدرت لری، سرچینې لری، د ورته مجلسونو په لار اچولو امکانات لری کولی له دې ډلې تضمین واخلی چې:

د کابل، هرات او بلخ په ګډون د افغانستان ټولو ښارونو کې مدني لاریونوذلې او سیاسي بندیان ژر تر ژره باید خوشي شي.

د ملګرو ملتونو سازمان له لوري دي د قربانیانو او زیان لیدونکو، د خلکو استازو او د بشري حقونو نړیوالو خپلواکو بنسټونو څخه د دې طالبانو پر سیاستونو او چلندو د څار صلاحیت لرونکې شورا جوړه شي.

د طالب وسلوالو لخوا د ښځو په وړاندې هر ډول تاوتریخوالی هر ډول تعقیب او د هغه ملکي سوله ییز لاریونکوونکو زنداني کول او نیول دې بند شي.

د ښځو غوښتنه” ډوډۍ، کار، آزادي” باید پورخ شي. د کار او زدکړو په ګډون د ټولو لپاره برابر حقوق او آزادي باید بې له قید او شرط څخه ورکړل شي.

د نړۍ له استازو غواړم؛ چې کله هم د افغانستان په اړه له طالبانو سره مرکې او خبرې اترې کړی، هیله ده خپلې لونې او ماشومان په یاد ولرئ. د افغانستان نجونې او ماشومان یوازې د نړیوالو او سیمه ییزو سیالیو او شرایطو په پایله کې، داسې اسارت ته لوېدلې دي. د افغانستان نجونې او ماشومان د انساني حقونو له مخې ستاسې له ماشومانو سره توپیر نه لري. هیله ده دوی پر راتلونکي معاملې مه کړئ.

په اوږدمهاله مودت کې، امنیت او مصونیت یوازې د قانوني حکومت تر چتر لاندې ممکن دی. موږ خلکو ته د قدرت ورکولو غوښتونکي یو په لومړیو کې باید د اساسي قانون دویم فصل عملي شي او نړیواله ټولنه یې باید له پلې کولو څارنه وکړي. په بل پړاو کې د نني عصر له غوښتونو او اړتیاوو سره سم د سیاسي نظام او دولت سازمان جوړولو لپازه باید رڼې، جامع او هر اړخیزه مرکې ذو خبرې اترې پیل شي.
هو، زه د اُسلو له ناستې وروسته کابل ته ګرځم. زه کابل ته د ګرځیدو خطر، دلته له هرچا ښه پېژنم. خو موږ د افغانستان میلیونونه ښځې او نجونه ژمنې یو چې د “ډوډۍ، مار او آزادۍ” لپاره له خپلې مبارزې او مقاومت لاس په سر نه شو.

ښاغلو او آغلو!
زه خپلې خبرې د امریکا بهرنیو چارو وزارت استازي توماس وسټ څخه په پوښتنې سره پای ته رسوم.
ښاغلیه، شل کاله وړاندې موږ د هغه اړ کېدو له امله چې خپله پکې مقصر نه و، په نړۍ مو باور وکړ. ځان د افغانستان د یو پلار په توګه وګوری. هغه وضعیت چې مو رامنځته کړی، کولی شی خپلې لور ته ووایی چې پر نړۍ باور وکړي؟

هدا خموش، د ۲۰۲۲ د جنوري ۲۴، اُسلو

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ