په کابل کې د القاعده شبکې د مشر، ایمن الظواهري وژل کېدل ګڼ غبرګونونه راپارولي دي، د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وايي، په افغانستان کې د طالبانو حضور ته په پام سره داسې ښکاري چې حقاني شبکه په کابل کې د الظواهري له شتون څخه خبره وه.
ښاغلي خلیلزاد د امریکا له ملي راډیو (NPR) سره په مرکه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر، انتوني بلینکن خبرې په تایید سره ویلي چې ”په بشپړ ډول رښتیا وایي“ چې په افغانستان کې د القاعدې مشر ته اجازه ورکول د دوحې له تړون څرګنده سرغړونه وه.
هغه زیاته کړې: ”ځینې عناصر د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ له شوې هوکړې څخه سرغړونه کوي او دې کار نورې لاسته راوړنې هم زیانمنې کړي دي، نورو دا هېره کړې چې د القاعدې ملاتړ دوی ته ګران تمامېږي.“
نوموړی په دې مرکه کې تایید کړې چې ښايي د طالبانو ځینو غړو د الظواهري د ځای په اړه د معلوماتو په ورکولو کې له امریکا سره مرسته کړې وي.
خلیلزاد ټینګار وکړ: ”دې برید ثابته کړه، سره له دې چې موږ په افغانستان کې هیڅ پوځي نه لرو او یا هم امریکا ډېرې پیسې لګوي، بیا هم په افغانستان کې د ترورېزم پر ضد د اغېزناکو عملیاتو د ترسره کولو اړینه وړتیا او اراده لرو.“
د دې په اړه چې ایا امریکا به له دې وروسته پر طالبانو باور وکړي، د امریکا پخواني استازي وویل: ”موږ هېڅکله د طالبانو پر مشرتابه باور نه دی کړی. موږ دوی د هغه تړون چې یې کړي، په اړه حساب ورکوونکي بولو.“
زلمي خلیلزاد پر دې برید د خوښۍ په څرګندولو سره وویل: ”موږ ستره لاسته راوړنه تر لاسه کړل، القاعده مو کمزورې کړه، له منځه مو یوړه، او موږ د ټکنالوژۍ له پلوه د هغه څه د ترسره کولو توان پیدا کړ چې د سپټمبر په ۱۱مه مو نه شو کولای.“