خلیلزاد: د افغانستان خلکو او پخواني حکومت کولی شول د اوکراین په څېر د طالبانو په وړاندې مقاومت وکړي

لخوا Aamaj News

د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد تېره شپه له بي‌بي‌سي‌ فارسي خبرو کې ویلي؛ چې د افغانستان خلکو، پخواني حکومت او پوځیانو کولی شول د اوکراین په څېر د طالبانو په وړاندې مقاومت وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ چې د اشرف غني حکومت د یوې غلطې محاسبې پر بنسټ، خبرې اترې جدي نه نیولې او وخت یې له منځه وړلو.

د نوموړي په وینا، د افغانستان پخوانی حکومت امریکا کې د حکومت بدلون ته په تمه و ترڅو د وتلو په اړه د واشنګټن سیاست بدلون وکړي.

خلیلزاد د روسیې پوځي برید په وړاندې د اوکراین مقاومت ته په اشارې سره ویلي: “د افغانستان حکومت کړلی شول له شته وسلو او پوځیانو ښه ګټه واخلي او د افغانستان حکومت کولی شول پوځیان او خلک رهبري کړي.”

زلمي خلیلزاد څرګنده کړې؛ چې د افغانستان وضعیت په وړاندې امریکا هم غلطي کړې.

نوموړي ټینګار کړی؛ چې د امریکا حکومت کولی شول د خپلو سرتېرو ویستل پر وضعیت پورې مشروط کړي؛ خو دوی دومره زړه‌توري شول چې دوحې سیاسي هوکړې له شرایطو پرته، بهر شول.

خلیلزاد د خپلو خبرو په یوه برخه کې د ۱۳۹۸ل کال د ولسمشرۍ ماڼۍ ټاکنو کې د درغلۍ د ادعا په اړه وویل؛ چې دې ټاکنو کې امریکا درغلي ونه کړه؛ بلکې “خپله افغانانو درغلي وکړه.”

نوموړي ویلي؛ چې که یې د اشرف غني د تحلیف پروګرام کې ګډون نه وی کړی، د افغانستان پوځ تجزیه او د طالبانو د جګړې ترڅنګ یوه بله جګړه هم پیلېده.

د امریکا پخواني ځانګړي استازي په دوام کې څرګنده کړې؛ چې د افغانستان حکومت وروستیو ورځو کې باید له کابل څخه یو هیئت قطر ته سفر کړی وی او د عبوري حکومت په اړه یې خبرې کړې وی؛ خو داسې ونه شول.

نوموړي زیاته کړې؛ چې اوس امریکا او نړیواله ټولنه مسوولیت لري ترڅو د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي او طالبان هم باید د افغانستان څلوېښت کلنې جګړې څخه درس واخلي او خپلې غلطۍ تکرار نه کړي.

خلیلزاد په داسې حال کې دا خبرې کړي؛ چې د امریکا او دوحې له هوکړې دوه کاله تېرېږي. نوموړی د امریکا متحده ایالاتو له لوري د یادې هوکړې د لاسلیک‌کوونکو څخه و.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ