خلیلزاد: د سولې خبرو اترو پا ناکامۍ کې؛ جمهوریت او طالبان دواړه ګرم دي

لخوا Aamaj News

د افغانستان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخوانی ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد وایي چې د دوحې تړون د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو لارې چارې برابرې کړې، خو جمهوریت او طالبان باید دواړه په دې ناکامۍ کې ګرم وبلل شي.

خلیلزاد له آمریکا غږ سره په مرکه کې وویل چې د افغانستان له سقوط وړاندې، د دواړو لورو توپیرونه او اختلافونه د خبرو اترو د ناکامۍ لامل شول.

خلیلزاد د افغانستان تښتېدلی ولسمشر، اشرف غني د خبرو اترو په ځنډ تورن کړ او ویې ویل: ” لومړی نوموړی د سولې د بهیر ملاتړی نه و. اوږده موده یې ونیوله تر څو یو ټولشموله هیئت واستوي. وروسته، نومړی له اوږدې مودې وروسته خبرو اترو ته دننه شو. نوموړي طالب بندیان خوشي کړل، خو د هغوی خوشي کولو هم شپږ میاشتې ونیولې.”

د امریکا دغه پخواني چارواکي زیاته کړې؛ چې که ولسمشر غني افغانستان کې پاتې شوی وی، یوې هوکړې ته د رسېدو غوره فرصت رامنځته کېدو. نوموړي څرګنده کړه چې غني د امریکایي ځواکونو د وتلو او افغان پوځیانو د مقاومت په اړه غلط محاسبه درلوده.

خلیلزاد د افغانستان د سقوط یو لامل د پر امریکایي ځواکونو د افغانستان د اوردو احتمالي تکیه وبللو او ویې ویل: ” آیا داسې ځواکونه مو وروزل چې د رواني او عملیاتي اړخه یې د امریکا پر متحده ایالاتو تکیه کوله؟ آیا د افغانستان اوردو پر هغه هدف باور نه درلود چې په وړاندې یې مبارزه کوله؟ دوی تر هغه وخته جګړخ کوله چې امریکا هلته شتون درلود، ښایي چې د امریکا لپاره یې جګړه کوله.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ