د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر، محمد کریم خلیلي د کابل په لوېدیځ کې د وروستیو چاودنو په غبرګون کې ویلی دی چې د دغو بریدونو مستقيم مسوولیت له شک پرته د طالبانو پر غاړه دی. هغه زیاته کړې چې د طالبانو ډله استبدادي او انحصاري ده.
خلیلي نن (یکشنبه، د زمري ۱۶مه) ویلی چې حاکمې ډلې د امنیت د تامین مسوولیت لري او د قربانیانو د کورنیو د تسلۍ په خاطر باید د دغو چاودنو عاملین ژر تر ژره وپېژني او عدالت ته یې وسپاري.
د وحدت ګوند مشر زیاته کړې: «په دې کښې شک نشته چې نن سبا شیعه او هزاره ټولنه د ښکاره نسل وژنې له مخکې طرحه شوی پلان سره مخ ده.»
ښاغلي خلیلي د بشري حقونو له نړیوالو او بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له کمیټې غوښتی چې خپلو دندو او مسولیتونو په پلي کولو سره د وروستیو بریدونو د بشري حقونو او نسل وژنې له بېلابېلو اړخونو ته په اړینې ځیرکتیا سره رسیدګي وکړي.
خليلي د عاشورا د رخصتۍ لغوه کېدو ته په اشارې سره ویلی، عقایدو، ارزښتونو او اسلامي او ملي کلتور ته درناوى يو نه انکارېدونکی اصل دى.
د هغه په وينا، له مهالوېش څخه د ديني او ملي مناسبتونو لرې کول د ملي يووالي له روح او د افغاني اسلامي ټولنې له ارزښتونو سره په ټکر کې دي.
خلیلي یادونه کړې چې طالبانو واک ته له رسېدو راهیسې د استبداد او انحصار ډرامه وهي او په دې موده کې یې د یوه جامع حکومت د جوړولو، د بشري حقونو د وضعیت د ښه والي، پوهنې، اقتصادي او امنیتي شرایطو او د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو په برخه کې د پام وړ ګامونه نه دي اوچت شوي.
نوموړی زیاته کړې چې هر ډول سیاسي هوکړې ته له رسېدو مخکې باید ټولي توکمیزي ډلې او سیاسي جریانونه پر یوه عادلانه جوړښت توافق وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دوو پرله پسې ورځو راهیسې د کابل لوېدیځ د مرګوني چاودنو شاهد و. په دغو بریدونو کښې په لسګونو حسیني ماتم کوونکي وژل شوی او ژوبل شوي دي.
داعش د دغو بریدونو مسوولیت منلی دی.