خلیلي: بلخاب کې له وحشي بریدونو سره د بشرضد جنایتونه ترسره شوي

لخوا Aamaj News

د افغانستان اسلامي یوالي ګوند رهبر محمد کریم خلیلي د طلبانو لخوا د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ کې د ملکي وګړو وژنو باندې غبرګون ښوودلی او هغه یې د بشریت په وړاندې جنایت بللی.

خلیلي خپله فېسبوک پاڼه کې یو یادښت کې لیکلي؛ چې د بلخاب جګړه کې دواړو لورو ته د زیان اوښتو سربېره؛ ملکي وګړي هم د وحشیانه بریدونو موخه ګرځېدلي.

نوموړي زیاته کړې: «دې جګړه کې د بشریت په وړاندې د جرمونو روښانه نښې ښکاري؛ ملکي وګړي په مستقیم ډول او د قصد له مخې موخه ګرځېدلي، د خلکو کورونه او مالونه چور شوې دي.»

د افغانستان اسلامي یوالي ګوند رهبر زیاته کړې چې یاد سیمه کې د سیمې مخابراتي شبکې بندې شوې دي او د خلکو د خوړو چمتو کولو لپاره مواثلاتي لارې په بشپړ ډول بندې شوې دي.

کریم خلیلي ټینګار کړی؛ چې د بلخاب جګړه د طالبانو یوه دنننۍ جګړه ده او طالبان نه باید د مخالفینو له سترګو د سترګو زهر اخیستو په پار ملکي وګړي او جګړه کې نا دخیل خلک وځورول شي او په بېلا بېلو بهانو دوی تر فشار لاندې راشي.

نوموړي ویلي: «جګړه او ناخوالې یو ناکام سیاست دی چې د ناورین له پراخېدو او قومي او فرقه‌اي جګړو ته د هېواد رسولو پرته بله ګټه نه لري. یوازینۍ حل لاره پر ټولنیز عدالت ولاړ، ولسواک او اسلامي نظام جوړولو لپاره جامع خبرې اترې دي.»

د افغانستان اسلامي یوالي ګوند رهبر همداشان له طالبانو سره د نوموړي د یو ځای کېدو راپورنه رد کړي او ویلي یې دي چې د کس یا ګوند ځای ورته اړین نه دی او تر هغې چې د خلکو سیاسي او حقوقي ځای څخه واضح تعریف نه وي، هېڅ تعامل ته اړتیا نشته.

دا په داسې حال کې ده؛ چې د سرپل پر بلخاب ولسوالۍ د طالبانو له برید یوه اونۍ تېرېږي.

بل پلو یاده ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د ملکي وګړو د وژنې راپورونه هم خپاره شوي او د بشري حقونو بنسټونو او سازمانونو هم په یاده ولسوالۍ کې د ملکي وګړو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ