د نوي میلادي کال له پیل سره په قزاقستان کې څه تېرېږي؟

لخوا Aamaj News

د روسیې تاس خبري آژانس راپور ورکړی؛ چې د قزاقستان حکومت د نفتي او سوند توکو د نرخونو د کنټرول او د ټولییزو صنایعو د بیو پورته کولو لپاره ۱۸۰ ورځې وخت غوښتی.

د یاد راپور له مخې؛ قزاقستان په یاد هېواد کې د تیلو او ګازو کوچنۍ معاملې محدودې کړې دي او د قزاقستان کابینې د یوې بیانیې په خپرولو سره د نفتي توکو د کنټرول شویو قیمتونو څخه خبر ورکړی.

په قزاقستان کې لاریونونه د جنوري میاشتې په دویمه نېټه د ګاز او نفتي توکو د بیو لوړېدو له امله پیل شول او وروسته د لاریونونو لمن له ژانائوزن، آق‌داغ او دوشنبه څخه د قزاقستان اقتصادي پایتخت آلماتي ته ورسېدل.

د نوي میلادي کال له پیل وروسته، دا هېواد له تاریخي پېښو سره نخ شوی. همداشان د قزاقستان ګاونډي هېواد تاجکستان په یاد هېواد کې د ورانکارو، نامسووله وسلوالو ځواکونو له شتون اندېښنه ښودلي.

د یورو نیوز د راپورونو پر بنسټ؛ دا لاریونونو په تاوتریخوالي بدلون کړی، او ځينو پېښو کې پولیسو پر خلکو اصلی مرمۍ ورولې دي. د څو وروستیو ورځو د لاریونونو په ترڅ کې د یاد هېواد ۱۸ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۷۴۰ کسان نور ټپیان شوي. چې تېرو راپورونو د یاد هېواد امنیتي ځواکونو په لیکو کې دا شمېره ۱۳ وژل شوي او ۳۵۳ ټپیان ښودل. د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې شااوخوا ۲۳۰۰ کسان هم نیول شوي.

د قزاقستان ولسمشر، قاسم ژمارت توکایف سه شنبې ورځ کابینه منخله کړه. همداشان لاریونکوونکو د چهارشنبې په آلماتي کې د پولیسو مرکزونه او دولتي ودانۍ نیولې دي او د پخواني ولسمشر نورسلطان نظربایف ولسمشرۍ ماڼۍ ته دننه شوي.

له دې سره د ترک هېوادونو سازمان د قاسم ژمارت توکایف له دولت څخه ملاتړ کړی.

د لومړي ځل لپاره د روسیې په رهبرۍ د “ټولییز امنیت” سازمان سوله ساتي ځواکونه یاد هېواد ستانه کړي.

خو ملګرو ملتونو سازمان او یو شمېر نورو هېوادونو د قزاقستان هېواد او لاریون‌کوونکو ته د نرمښت بلنه ورکړې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ