کرزی: د ښځو له فعال او ملي ګډون پرته هیڅ هیواد پرمختګ ته نه رسېږي

لخوا Aamaj News

پخواني ولسمشر، حامد کرزي د ښځو د حقونو له یو شمېر فعالانو سره په کتنه کې د نجونو د ښوونځیو پر بیا پرانیستلو او کار ته د ښځو پر راستنېدو یو ځل بیا ټینګار وکړ.

کرزي په یو ټویټ کې لیکلي: «د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو له فعال او ملي ګډون پرته هېڅ هېواد پرمختګ ته نه شي رسېدی.»

پخواني ولسمشر زیاته کړې، له بېوزلۍ او احتیاج څخه د هېواد د ژغورلو او پرمختګ ته د رسېدو لپاره د نارینه وو او ښځو اوږه پر اوږه د علم زده کړه او کار اړین او ژوند ژغورونکي دي.

دا په داسي حال کې ده؛ چې تر دې وړاندې هم حامد کرزي له دیني عالمانو او یو شمېر سیاستوالو سره په جلا جلا کتنو کې له ښپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانېستلو غوښتنه کړې وه.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو څه باندې نهه میاشتې تېرېږي، خو تر اوسه هیڅ هیواد دغه حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی. طالبانو له بیا واکمن کېدو راهیسې پر ښځو د زده کړې او کار په ګډون یو شمېر بندیزونه لګولي دي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته ښځينه زده کوونکو ته؛ ښوونځي ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ