شپږ میاشتې د طالبانو تر بیرغ لاندې؛ آيا کرزی او عبدالله نظر بند دي؟

لخوا Aamaj News

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د لومړي ځل لپاره د ایران العالم شبکې سره په مرکه کې د خپلو سفري ستونزو په اړه په ښکاره ډول خبرې کړې دي.

کرزي په دې مرکه کې ویلي: “له افغانستان څخه د وتلو اړه زما او عبدالله عبدالله لپاره ستونزې شته.”

کرزي زیاته کړي: “په هغه سفرونو کې چې تمه وه له ډاکټر عبدالله عبدالله سره یې ولرم البته په جلا جلا ډول، ستونزو شتون درلود چې هیله لرم دا ستونزې هوارې شي.”

پخواني ولسمشر همداشان څرګنده کړې؛ چې د هېواد دننه د نوموړي په ګرځېدو را ګرځېدو کې هېڅ خنډ نشته. کرزي زیاته کړې: “زه او ډاکټر عبدالله سره لیدنې کړو او کابل ښار کې هر ځای چې وغواړو تللی شو.”

له دې وړاندې د طالبانو لخوا د کرزي او عبدالله د بهرنیو سفرونو د بندیزونو په اړه راپورونه خپاره شوي و. هغه موضوع چې د دغه دوه سیاستوالو د ویاندویانو له لوري رد شوې وه.

له دې وړاندې د طالبانو ځينو غړو هم دا منلې وه، چې کرزی او عبدالله له افغانستان څخه د وتلو حق نه لري. خو طالبانو د یادې موضوع د لامل په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ