کرزی: نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره همکاري وکړي

لخوا Aamaj News

د هېواد پخواني ولسمشر، حامد کرزي له سي ان ان شبکې سره په خبرو کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د لوږې له امله د میلیونونو خلکو د مرګ څخه دې مخنیوي لپاره دې له طالبانو سره همکاري وکړي.

کرزي په دغه خبرو اترو کې ویلي؛ چې واقعیت دا دی، چې طاذبان اوس د هېواد رسمي چارواکي دي او د دې وخت رارسېدلی چې نړیواله ټولنه له طالبانو سره مرسته وکړي.

نوموړي څرګنده کړي، چې نړیواله ټولنه باید اړمنو افغانانو ته د نرستو رسولو ته لومړیتوب ورکړي، او اوس وخت کې بې باورۍ یو څنډې ته پرېږدي.

په ورته وخت کې؛ پخواني ولسمشر له طالبانو سره ګډون ونه منلو.

دا په داسې حال کې ده؛ چې دې وروستیو کې حامد کرزی د خپلو وروستیو خبرو له امله چې ګواکي لویه جرګه دې راوبلل شي، د ځینو هېوادوالو نیوکه پرې وکړه او ځینو بیا د طالبانو په ګټه په تبلیغاتو تورن کړ.

اړوند لیکنې

1 تبصره

Classic 1260 KYA November 5, 2023 - 8:20 am

Very nice blog post. I definitely love this site. Stick with it!

ځواب

یو نظر پریږدئ