پنجشېر کې له نښتو څخه د کرزي اندیښنه؛ د پنجشېر جګړه ورور وژنه ده او د ډېرې ویجاړۍ لامل کېږي

لخوا Aamaj News

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په پنجشېر کې د نښتو له دوام او زور اخیستو څخه اندېښنه ښودلې. کرزي په دې ولایت کې جګړه «ورور وژنه» بللې.

حامد کرزي په یو ټوېټ کې لیکلي: «پخوانیو ترخو تجربو ښکاره کړې، چې جګړه او وینه تویول د ستونزو حل لاره نه ده؛ بلکې برعکس د لا ډېرې ویجاړۍ او بربادۍ لامل کېږي.»

پخوانی ولسمشر پنجشېر کې د جګړې درېدلو غوښتونکی شو. نوموړي د شته ستونزو یوازینۍ حل لاره خبرې اترې او هوکړه بللي او د ملي یوالي پر ساتنه او تقویت یې ټینګار کړی.

حامد کرزي همداشان د طالبانو له حکومت غوښتي چې هېواد کې د تل پاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره ژر تر ژره د ملي خبرو اترو لارې چارې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو ورځو کې یو ځل بیا پنجشېر کې د طالبانو او مقاومت جبهې ځواکونو تر منځ جګړې زور اخیستی. په دې وروستیو یاد ولایت کې طالبانو د مقاومت جبهې ۸ تنه بندیان په ډزو ووژل چې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ