کرزی د جاپان له سفیر سره په لیدنه کې یو ځل بیا د نجونو د ښوونځيو پرانیستلو غوښتونکی شو

لخوا Aamaj News

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په یو ټوېټ کې لیکلي، چې د جاپان سفیر تکاشي اوکادا سره په لیدنه کې يې د ا فغانستان او سیمې شته وضعیت، ثبات او زده کړو په اړه خبرې اترې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې چې دواړو لورو ښوونې ته د لاسرسي بشري مسلم حق بللی او په افغانستان کې د نجونو ښوونځيو د پرانیستلو غوښتونکي شوي.

کرزي نن سهار افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان استازولي د سیاسي مرستیال مارکس پوتزل سره په لیدنه کې هم د نجونو ښوونځيو د پرانیستلو غوښتونکی شوی وو.

حامد کرزي له دې وړاندې د پکتیا ښځينه زده کوونکو د لاریون په غبرګون کې ویلي وو، چې د دوی غږ د ټولو نجونو غږ او د افغانستان د ملت غوښتنه ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ