کرزي یو ځل بیا په هېواد کې د نجونو ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار وکړ

لخوا Aamaj News

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د کندز له مشرانو سره په لیدنه کې یو ځل بیا له شپږم ټولګي د نجونو د پورته ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده؛ چې تېره ورځ داسې شعایات خپاره شول چې ګواکي طالبان غواړي افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پرانیستلو په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي؛ خو د طالبانو د پوهنې وزارت خبر ورکړ چې له شپږم ټولګي د نجونونه پورته ښوونځي به همداسې تړلي وي.

بل پلوه د طالبانو لخوا د منځنۍ دورې نجونو پر زده کړو د بندیزونو د ۳۰۰ ورځو تېرېدو سره؛ د بشر حقونو د څار بنسټ په یو راپور کې خبر ورکړی، چې دا کړنه د نجونو، کورنیو او د افغانستان راتلونکي لپاره ویجاړونکي پایلې لري.

د بشر حقونو د څار بنسټ نن (چهارشنبه د چنګاښ ۲۲مه) په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په اړه د ځانګړې ویډیو خپرولو سره؛ د ښځو له څو فعالینو سره د نجونو د زده کړو بندیزونو د خرابو پایلو په اړه خبرې اترې کړې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ