د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي توماس وسټ نن (دوشنه، د وري ۱۵مه) د یو ټویټ په خپرولو سره ویلي، چې له حامد کرزي سره یې، ښوونځو د نجونو ژر تر ژره راګرځېدو او د افغانستان راتلونکي ټاکلو لپاره د یو ملي مشورتي بهیر پر اړتیا خبرې اترې کړې دي.
نوموړي لیکلي: «موږ ښوونځیو ته د نجونو د ژر تر ژره راګرځېدو په اړه د افغانستان خلکو هیله مندۍ او هېواد راتلونکي ټاکلو لپاره د یو ملي مشورتي بهیر پر اړتیا د نظرونو تبادله وکړه.»
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې حامد کرزي د نجونو ښوونځیو پر پرانیستلو ټینګار کړی و.
د نجونو ښوونځیو بند پاتې کېدل له سختو ملي او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شول او د نړۍ هېوادونو د طالبانو دا کړنه، د نجونو ښوونځیو د بېرته پرانیستلو د ژمنې خلاف وبلله.