کرزی: د هېواد له شخصیتونو سره د اړیکو او عودت کمېسیون له جوړېدو هرکلی کړو

لخوا Aamaj News

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو لخوا د هېواد شخصیتونو سره د اړیکو او عودت کمېسیون له جوړېدو هرکلی وکړ.

نوموړي نن (پنجشنبه د کب ۲۶مه) په یو ټویټ کې دا کړنه د تل پاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره نېک ګام بللی.

کرزي زیاته کړې؛ چې هیله لري دا کمېسیون د هغه هېوادوالو راستنېدلو لپاره چې له هېواد بهر دي اړینې چارې ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د افغانستان بېلابېلو شخصیتونو د راستنېدو لپاره ځانګړی کمېسیون جوړ کړی او د یاد کمېسیون ریاست د کانونو او پترولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور پر غاړه دی.

له دې وړاندې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر وان برانټ د یو ټویټ په خپرولو سره؛ افغانستان ته د سیاسي څېرو د راستنېدو په موخه د ځانګړي کمېسیون د جوړېدو په اړه د طالبانو کابینې له پرېکړې هرکلی وکړ.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ