د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي فرانس ۲۴ ته وویل مخکې له دې چې طالبان په رسمیت وپیژندل شي، د افغانستان خلک باید د خپل هېواد د راتلونکي په اړه خبرې وکړي.
کرزي ویلي؛ چې نوموړي او د سولې د عالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله پر طالبانو غږ کړی چې لویه جرګه جوړه کړي.
نوموړي د افغانستان د شتمنیو په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن وروستۍ پرېکړې ته په اشارې سره زیاته کړې؛ چې افغانان او امریکایان دواړه د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو قربانیان دي.
هغه ټینګار وکړ چې د بایډن له پرېکړې سره مخالف دی. د هغه په وينا، د امريکا د ولسمشر دغه پرېکړه له اخلاقي پلوه ناسمه ده.