د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان چارو پرمخ وړلو لپاره د پاکستاني متخصصینو د رالېږلو په ګډون د بهرنیو متخصصینو له رالېږلو مننه کړې.
کرزي زیاته کړې: “افغانستان د نجونو او هلکانو څخه مجرب متخصصین او کدرونه لري چې په بېلا بېلاو برخو کې یې کور دننه هېواد او بهر کې تر بېلابېلو درجو زدکړې کړې دي، تر دې چې له بهر څخه د کاري نیرو راوستلو لپاره هېڅ ډول اړتیا نه پېښېږي.”
همداشان پخواني ولسمشر د طالبانو له حکومت غوښتي، د ځوانانو ګمارلو او کاري فرصتونو پیدا کولو سربېره؛ د هغه افغان کدرونو او متخصصینو د بېرته راتګ لپاره هم لارې چاري ومومي چې غربت کې وخت تېروي.
1 تبصره
… [Trackback]
[…] Find More Info here on that Topic: aamajnews24.com/ps/karzai-11/ […]