د امریکا سفارت مرستیاله: افغانستان کې معلولې ښځې له پام غورځول کېږي

لخوا Aamaj News

افغانستان کې د امریکا سفارت مرستیالې کرن ديکر د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې افغانستان کې معلولې ښځې له پام غورځول کېږي.

افغانستان کې د امریکا سفارت مرستیالې نن (دوشنبه د لېندۍ ۱۴مه) په یو لړ ټوېټونو کې کابل کې له معلولو ښځو سره د مجازي لیدنې څخه خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده چې افغانستان کې معلولې ښځې له پراخو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

دیکر له دې ښځو څخه په ستاینې سره ویلي: «دوی ښایسته او پیاوړي انسانان دي او زه ویاړم چې ځان د دوی خور بولم.»

نوموړې زیاته کړې ده: «په خواشینۍ سره دا موضوع ما په غوسه کوي چې دوی د یو سیستم لخوا له پام غورځول کېږي چې باید دوی د تخصصي مرستو لپاره په لومړيتوب کې ونیول شي.»

افغانستان کې د امریکا سفارت مرستیالې ټينګار کړی دی چې معلولې ښځې هم د نورو په انسانانو په څېر له اقتصاد، کورنیو او زموږ له ټولنو سره مرسته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې معلولین تل د خپل ژوند له وضعیت څخه ناخوښي څرګندوي او خپل وضعیت ته د پام غوښتونکي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ