په کاپيسا کې د مقاومت کوونکو د کمين په اړه د طالبانو اندېښنه؛ «جوار مه کرئ، اور ور اچوو»

لخوا Aamaj News

په کاپیسا ولایت کې سیمه ییزو سرچینو آماج نیوز ته وايي، چې طالبانو د مقاومت کوونکو د کمین په اړه د اندېښنې له کبله د دغه ولایت کروندګرو ته ویلي چې جوار مه کرئ، اور ور اچوو.

دغي سرچينې زياته کړې، طالبانو د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کې کروندګرو ته خبرداری ورکړی، چې جوار ونه کري که نه نو، د دوی فصلونه ته به اور ورته شي.

يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، آماج ته وايي: «د هندوکش په کوتلونو کې، د نجراب په درو کې چې پنجشېر سره تړلي دي طالبانو د کمین له وېري کروندګرو ته ويلي چې که څوک جواري وکري، کښتونو ته به اور اچول کیږي او له منځه به وړل کيږي.»

هغه زیاتوي: «دا یوه لویه ستونزه ده ځکه چې زموږ سیمه سړه ده او هلته له غنمو وروسته هیڅ کر حاصل نه ورکوي، او بزګران باید بې کاره کښېني.»

د دوی په وینا طالبانو خبرداری ورکړی چې له غنمو وروسته د جوارو د کښت حق نه لري.

په ورته وخت کې یوې بلې سرچینې زیاته کړې، چې په نجراب ولسوالۍ د طالبانو د استخباراتو مدیر او ښاروالۍ په یوه مکتوب کې امر کړی، چې د پنجشیر ولایت سره د نښلوونکي سړک وني دي پرې کړل شېي.

د سرچينې په وينا، طالبانو زياته کړې: «د ځمکې او د ونې له خاوند سره چې له دې پرېکړي سره مخالفت کوي، قانوني چلند به ورسره وشي.»

له بلې خوا د پروان ولایت یو شمېر سرچینې دغه خبري تاییدوي او څرګندوي چې طالبان د دغه ولایت یو شمېر کلیو ته ورغلي او اوسېدونکو ته یې خبرداری ورکړی چې جوار دي نه کري.

خو د کاپيسا ولايت د کوهستان حصه اول ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالمتين سعيد د آماج د خبریال په ځواب کې دغه موضوع پروپاګند بللی او ويلي چې په «اسلامي امارت» کې هيڅ امنيتي ستونزې نه شته او دوی د خلکو په کرکېل کې لاس وهنه نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ګرمۍ د موسم په را رسېدو د هېواد په شمال کې د طالبانو ضد جبهو ځواکونه د هیواد د شمال په بېلابېلو سیمو کې پر طالبانو چريکي بريدونه په لار اچولي او همدارنګه په دې وروستيو کې په پنجشېر کې د ملي مقاومت جبهې ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې شوې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ