په کاپیسا کې د طالبانو پر یوې پوسته د مقاومت جبهې برېد؛ څلور طالبان ووژل شول

لخوا Aamaj News

سرچینې آماج ته وایي چې تېره شپه د مقاومت جبهې د کاپیسا ولایت د حصه اول کوهستان ولسوالۍ اړوند په کولالان سیمه کې د طالبانو پر یوې پوستې برید کړی او طالبانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

د دوی په وینا، طالبانو تر برید وروسته د اشترګرام نجونو ښوونځۍ، د شهید عبدالباقي نمبر یک منځنۍ او غازي میر مسجدي خان ښوونځي چې دغي پوستې ته نږدې وې تړلي او تر اوسه یې شاوخوا ٣٠ تنه ځايي اوسېدونکي له ځان سره بېولي.

سرچینې زیاتوي چې په دې برید کې څلور طالبان وژل شوي.

له یوې خوا ځایي سرچینې وایي چې دوی خپل دپوستې شاوخوا، چې د یو پخواني جنرال علیم کوهستاني کور و او اوس د طالبانو د دفاع وزارت پوسته ده، پرېمنځلي دي او اوښتې مرکژوبله پټوي.

طالبانو لا تراوسه د دغو بریدونو په اړه څه نه دی ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ