په کاپیسا کې پر یوه بندخونه د مقاومت جبهې برید؛ درې طالبان وژل شوي

لخوا Aamaj News

په کاپیسا کې سیمه ییزې سرچینې آماج ته وایي؛ چې د مقاومت جبهې ځواکونو د یاد ولایت لومړۍ حصې ولسوالۍ د بندخونې پر ودانۍ برید کړی، چې په پایله کې یې درې طالبان وژل شوي.

د سرچینې په وینا؛ دا برید تېره شپه دوه بجې د کاپیسا کوهستان لومړۍ حصې ولسوالۍ کې ترسره شوی.

د کوهستان لومړۍ حصې ولسوالۍ کې د طالبانو امنیه قومندان عبدالمتین نښته منلې؛ خو د طالب ځواکونو مرګ ژوبله یې رد کړې ده.

مقاومت جبهې د یاد برید په منلو سره ویلي چې مقاومت کوونکو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ