په کاپیسا کې د طالبانو پر پوستې د ازادۍ جبهې برید؛ درې طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي

لخوا Aamaj News

د افغانستان د ازادۍ جبهې په یوه خبرپاڼه کې وایي چې د دغي جبهې ځواکونو تېره شپه د کاپیسا ولایت مرکز، محمود راقي ښار کې د طالبانو پر یوې پوستې برید کړی.

د دغي جبهې په خبرپاڼه کې راغلی چې د دغه برید په پایله د طالبانو ٣ غړي وژل شوي او څلور نور یې ټپیان شوی دي.

د خبرپاڼي پر بنسټ، په دغه برید کې د افغانستان د ازادۍ جبهې ځواکونو ته تاوان نه دی رسېدلی.

په کاپیسا کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسي حال کې ده چې په افغانستان کې د هوا د ګرمېدو سره د هیواد په شمال کې د طالب ضد جبهو خوځښتونه ډېر شوي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ