د کوهستان دویمې حصې ولسوالۍ کې شخړې؛ کاپیسا کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو تر منځ اختلافونه اوج ته رسېدلي

لخوا Jamshid Wakili

له کاپیسا ولایت څخه سرچینې آماج ته راپور ورکوي چې یاد ولایت کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو ترمنځ اختلافونه اوج ته رسېدلي.

په وروستیو کې د کاپیسا ولایت د والي قاري بریالي ، امینه قومندان او د استخباراتو د رییس ترمنځ اختلافونه رامنځته شوي.

د کوهستان دویمې حصې له ولسوالۍ څخه سرچینې وایي چې د یاد ولایت والي قاري بریالي د کوهستان دویمې حصې ولسوال صبغت الله حقاني بدل کړی او پر ځای یې ملا نصرت ګمارلی.

ویل کېږي چې ملا نصرت له دې وړاندې د کاپیسا ولایت دویمې حصې ولسوالۍ د امینه قومندان په توګه دنده ترسره کوله؛ چې څه موده وړاندې د طالبانو له خوا له خپلې دندې ګوښه شوی وو.

سرچینې زیاتوي؛ چې ملا نصرت د قاري بریالي نږدې ملګری دی او له نوموړي سره یې د کاپیسا ولایت په تګاب کې ۱۵ کاله تېر کړي. د دوی په وینا، مولوي نصرت د خپلې تېرې واکمنۍ پر وخت په بېلا بېلو بهانو د کوهستان ځوانان بندي کول او د یو میل کلاشینکوف وسلې په اخیستلو سره به یې خوشي کول.

همداشان ویل کېږي چې قاري نصرت د کوهستان دویمې حصې ولسوالۍ کې زیات شمېر کسان د مقاومت جبهې سره د مرستې په تور نیولي، وهلي او ډبولي.

یاده سرچینه ټینګار کړي؛ چې د ولسوالۍ مقام کې د مولوي نصرت بیا ګمارنې وروسته، د خلکو نیول بیا پیل شوي او په یاده ولسوالۍ کې ناامنه وضعیت واکمن شوی.

سیمه‌ییز خلک هم د مولوي نصرت لخوا په یاد ولایت کې د پخواني خبریال نوید کاوش د ورور د نیولو له فرمان خبر ورکوي.

دوی زیاتوي چې د سیمې خلکو د نوید کاوش د ورور د تلاشي څخه له خبرېدو وروسته نوموړی له سیمې بهر کړی.

یوه سیمه‌ییزه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي آماج ته وایي چې د کاپیسا ولایت د والي له مقام څخه د قاري بریالي د بدلېدو چارې روانې دي او له دې پلو قاري بریالی هڅه کړي چې یاد ولایت کې خپل مقام وساتي.

یاده سرچینه زیاتوي؛ چې قاري بریالی هڅه کړي تر څو د ولایت په شااوخوا کې خپل ملګري ځای پر ځای کړي.

طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ