‎‎د کاپیسا د البیروني پوهنتون استاد: طالبانو قومی تصفیه پیل کړی ده

لخوا Aamaj News

یعقوت یسنا، د فارسي کلتور په ډګر کې یو نامتو لیکوال په ایران کې د فارسي ادبیاتو په برخه کې د دوکتورا لپاره نوماند ،او د کاپیسا ولایت د البیروني پوهنتون استاد د خپلی دندی څخه (ښوونکي) استعفا کړې ده.
ښاغلي یسنا په یوه پیغام کې لیکلي چی د هغه پر ضد دسیسه جوړه سوی ده او ویل کیږي چې هغه زردشتي دی.

ښاغلي یسنا زیاته کړه چې د همدې ذهنیت پر بنسټ دی اړ شو چې د البیروني پوهنتون د استادۍ له دندې څخه استعفا وکړي.

يعقوب يسنا د دغو تورونو انګيزه قومي او مذهبي وګڼله او هغه زياته کړه چې د دې پېښې وړاندوينه يې کړې وه. خو هغه وایې خپه نه دی، چې د علم او روښانتیا د خپرولو لپاره د افراطیانو لخوا رد کیږي.

يعقوب يسنا زياته کړه، چې د پوهنتون يو شمېر استادانو د ده له استعفا وروسته ده ته پيغامونه لېږلي او خواشيني يې څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې د دوى حالت هم ښه نه دى، خو دوی مجبور دي چې چوپ پاتې شي او په آرامی سره خپلې دندې پریږدي. ځکه چې د ښاغلي یسنا په ویناسره ، د فارسي ژبو استادان د طالبانو له خوا له پوهنتونونو څخه د وتلو له ستونزو او محدودیتونو سره مخ دي او په عملي توګه دلته قومي تصفیه روانه ده.

د ښاغلي یسنا څرګندونې په داسې حال کې تر سره کېږي چې د کابل، بلخ او هرات پوهنتونونو یو شمېر استادانو استعفاوې کړې دي. خو طالبان تل د قومي تبعیض د نه شتون خبره کوي. کارپوهان په دې باور دي چې په ټولنه کې حساسیت ته په پام سره، هر ډول توکمیز (نژادی) سیاست به هیواد د لا زیاتې تباهۍ په لور بوځي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ