سرچینې آماج ته وایي چې په کاپیسا کې د البیروني پوهنتون د ښځینه زده کړیالانو د لاریون په ترڅ کې د دغه پوهنتون ۴۰ تنه نارینه محصلین د طالبانو له خوا نیول شوي دي.
دغو زده کړیالانو غوښتل چې د کاج پر ښوونیز مرکز د چاودنې په غبرګون کې او هغه څه چې دوی یې «د هزاره ګانو نسل وژنه» بولي، لاریون وکړي.
په همدې حال د دې پوهنتون یو شمېر مېرمنو لاریون وکړ او د «ګرانه یوځای شه، چې دا ګډ درد هیڅکله په جلا جلا توګه درملنه نشي کېدای» شعار یې ورکړ.
په کاپيسا کې د محصلينو لاريون د کابل، هرات، باميانو او بلخ پوهنتونونو د محصلينو تر لاريون وروسته تر سره شوی.
1 تبصره
Hi there to all for the reason that I am genuinely keen of reading this website’s post to be updated on a regular basis. It carries pleasant stuff.