کاپیسا کې د طالبانو پر یوه پوسته د مقاومت جبهې برید؛ درې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

لخوا Aamaj News

مقاومت جبهه کاپیسا کې د طالبانو پر یوه پوسته د برید خبر ورکوي.

مقاومت جبهه کې سرچینې آماج ته وایي چې د یاد برید په پایله کې یو طالب وژل شوی او دوه تنه نور طالبان وژل شوي.

د سرچینې په وینا یاد برید شنبه شپه ۱۲ بجې او ۵۰ دقیقې د کاپیسا دویمې حصې ولسوالۍ په مرادخواجه سیمه کې د طالبانو پر یوه پوسته شوی.

د سرچینې په خبره؛ یاده پېښه کې د مقاومت جبهې ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده؛ چې له څو میاشتو راپه دېخوا کاپیسا ولایت کې د طالبانو ضد جبهو په ځانګړي ډول د مقاومت جبهې بریدون زیات شوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ