کاپیسا کې ترافیکي پېښې د البیروني پوهنتون د یوې زده کړیالې ژوند واخیست

لخوا Aamaj News

کاپیسا کې سیمه‌ییزې سرچینې آماج ته وایي چې یاد ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله د البیروني پوهنتون یوې زده کړیالې ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور زده کړیالان ټپیان شوي.

د پېښې شاهدان وایي چې د یاد پوهنتون د ښځینه زده کړیالانو د لېږدولو موټر نن (سه شنبه د چنګاښ ۲۸مه) له سړک څخه منحرف شوی.

د سرچینې په وینا؛ وژل شوې زده کړیاله د یاد پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي زده کړیاله وه.

د موټر چلوونکي نه پاملرنه د یادې پېښې د پېښېدو اصلي لامل بلل شوی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ