په کاپیسا کې ځایي سرچینې آماج ته وایي چې طالبانو مزمل نېکزاد د یاد ولایت په نجراب ولسوالۍ کې په ډزو وژلی دی.
سرچینې ادعا کړې چې نوموړي له هیڅ ډلي سره یې تړاو نه درلود او د تاجیک په جرم وژل شوی دی.
طالبانو په دې اړه څه نه وایي.
د طالبانو لخوا د ملکي وګړو نیول، ځورول او صحرایي محکمه کول کومه نوې پېښه نه ده.