په کاپیسا کې د آزادۍ جبهې ځواکونو سره د نښتي په پایله کې ٨ طالبانو ته مرګژوبله واوښتل

لخوا Aamaj News

په کاپیسا کې سیمه ییزي سرچینې آماج ته وایي چې تېره شپه د آزادۍ جبهې ځواکونو د دغه ولایت د حصه اول ولسوالۍ په قاضي‌خېل سیمه کې د طالبانو پر یوه پوسته برید کړی چې په پایله کې ٨ طالبانو ته مرګژوبله واوښتل.

د سرچینو په وینا، دغه نښته یو ساعت دوام درلود چې لکبله یې درې طالبان وژل شوي او ۵ نور یې ژوبل شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې په اندراب او د بغلان په خوست کې هم د آزادۍ جبهې پر ځواکونو د طالبانو په پروني بریدونو کې طالب ځواکونو ته مرګژوبله اوښتې وه.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ