د طالبانو لوړو زده کدو وزارت: د کانکور آزموینه به له وږي میاشتې وروسته واخیستل شي

لخوا Aamaj News

د طالبانو لوړو زده کړو وزارت وایي چې د کانکور آزموینه به له وږي میاشتې وروسته واخیستل شي. خو یاد وزارت د دې آزموینې کره نېټه نه ده په څرګنده کړې.

د یاد وزارت ویاند احمد تقي نن (دوشنبه د زمري۱۰مه) په یو ویډیویې پیغام کې ویلي چې د کرونا ویروس خپرېدو او هېواد کې د وروستیو سیاسي بدلونونو د رخصتیو امله پوهنتونونو کې د وروستي کال زدکړیالان ټولګي لا پای ته نه دي رسېدلي.

نوموړي زیاته کړې چې د وروستي کال د زده کړیالانو له فراغت سره به د نویو زده کړیالانو د جذب لارې چارې برابرې شي.

د طالبانو لوړو زده کړو وزارت ویاند زیاته کړې، چې کانکور آزموینه به په پوره روڼتیا او له هر ډول ممانعت پرته ترسره شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ