د کندهار پر خلکو د طالبانو نوي محدودیتونه: نایان نور د نارینه وو د ږیري خریلو اجازه نه لري

لخوا Aamaj News

په کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست د دغه ولایت پر خلکو نوي محدودیتونه لګولي دي. د دې نوي محدودیتونو پر اساس، سلمانۍ نور د نارینه وو د ږیري خريلو اجازه نه لري.

په کندهار کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رييس عبدالرحمان طیبي نن یوې خبري غونډې ته وویل چې ښځې باید له محرم پرته ښار ته له تګ راتګ ډډه او حجاب رعایت کړي.

د طالبانو امر بالمعروف  په کندهار کې د یوې ښځي لېږدول په رېکشا او ټکسي کې هم بند کړی دی.

طیبي دا هم ویلي چې په ودونو او ښاري موټرو کې باید د موسیقۍ له غږولو ډډه وشي.

د طالبانو د امر بالمعروف رييس ټينګار کړی  چې په سلمانۍ کې د ږیرې خریل او وېښتانو ته حالت ورکول منع دي.

د دغه ریاست د امر له مخې، د کندهار په قهوه خانو کې  د قیلون (چلم) څکول هم منع دي.

طالبانو په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو وروسته پر خلکو  په ځانګړې توګه پر ښځو سخت بندیزونه لګولي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ