قندهار کې یو کس خپل درې زامن د اقتصادي ستونزو له امله په چاقو ووژل

لخوا Aamaj News

قندهار کې طالب چارواکي وایي چې د یاد ولایت ډنډ ولسوالۍ کې یو کس د اقتصادي ستونزو له امله خپل درې زامن په چاقو وژلي او مړي یې خښ کړي دي.

ډنډ ولسوالۍ کې د طالب پولیسو قومندان ملا عبدالرزاق وایي چې یاد کس نقیب الله نومېږي او خپل درې زامن یې شنبه شپه(د تلې ۱۰مه) ناوخته مهال وژلي دي. د نوموړي په وینا یاد کس د طالبانو لخوا نیول شوی دی.

د طالب چارواکو په وینا د یاد کس زامن دیارلس کلن، نه کلن او شپږ کلن وو.

د طالبانو واک ته رسېدو وروسته چې د مالي بندیزونو او بهرنیو مرستو بندیدو لامل شو، افغانستان کې په بې مخینې ډول لوږه او بېوزلي ډېره شوې ده.

اړوند لیکنې

2 تبصرې

Landfreak November 5, 2023 - 2:18 am

I very delighted to find this internet site on bing just what I was searching for as well saved to fav

ځواب
browse around this website November 18, 2023 - 1:57 am

… [Trackback]

[…] Find More on that Topic: aamajnews24.com/ps/kandahar-9/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ