د کندهار خبریالان: د طالب ویاندویانو لخوا مالومات نه شریک کېږي؛ د خلکو له خولې خبرېږو

لخوا Aamaj News

د کندهار خبريالانو خپل ستونزې د خبريالانو د ملي ورځې د لمانځلو پر مهال شريکي کړې.

دوی وايي، د اقتصادي ستونزو تر څنګ بله لویه ستونزه د طالبانو د ویاندویانو لخوا د معلوماتو نه شریکول دي.

د دغو خبريالانو په خبره، کله چي په کندهار کي کومه پېښه کيږي د مسؤل طالب چارواکو پر ځای د خلکو له خولې څخه خبريږي، او د تأیید لپاره يې هيڅ يو طالب چارواکی زړه نه ښه کوي.

خبريالانو وويل، که د نوي حکومت او خبريالانو تر مينځ دا ستونزې حل نه شي نو شونې به وي، څو ډېري رسنۍ خپل فعاليتونه ودروي.

د غونډې په پای کي کندهار ميشتو خبريالانو د طالبانو له حکومت څخه هم وغوښتل څو د دوی مشکلات ورته پر وخت حل کړي.

دا په داسي حال کي ده، چي د طالبانو د نوي حکومت په راتګ سره ځينو خبريالانو يا خپل دندې پرېښي او يا هم د هيواد څخه وتلو ته اړ سوي دي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

یو نظر پریږدئ