په کندهار کې سیمهییز چارواکي مني؛ چې د یاد ولایت خاکریز ولسوالۍ کې، د پلازو په نوم یوه اووه کلن ماشوم څاه ته لوېدلی.
دا ماشوم د یوې کوچیاني کورنۍ دی او د خاکریز ولسوالۍ لالک او زرک سیمه کې یوې ۸۰ مترۍ څاه ته لوېدلی.
سیمهییزې سرچینې وایي؛ چې د یاد ماشوم د ژغورلو لپاره هڅې پیل شوې دي.
تېره یوه میاشت کې درې ماشومانو په کندهار، هلکند او زابل ولایتونو کې؛ څاه ته د لوېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی.
له دې وړاندې د طالبانو کورنیو چارو وزارت له خلکو غوښتي و؛ چې پرانیستو څاهگانو باندې سرپوښونه کېږدي.