د کندهار سپین بولدک دروازه سبا ورځ د تک راتګ په وړاندې تړل کیږي

لخوا Aamaj News

د کندهار ولایت د سپین بولدک دروازه چې د پاکستان هیواد سره د اړیکو یوه مهمه دروازه ګڼل کیږي سبا ورځ د پاکستان له لوري د یوې ورځي لپاره تړل کیږي

سرچینه وایي د دروازې د تړل کیدو لامل معلوم نه دي خو ویل کیږي چې سبا پنجشنبه هاغاړي ته د پاکستاني چارواکو د لیدني په خاطر د مسافرینو د تګ راتګ پر مخ بندیږي

پر دغه دروازه هره ورځ زرګونه کسان له پاکستان څخه افغان خاوري او له افغانستان څخه پاکستان خاوري تګ راتګ کوي

یاده دروازه د افغانستان د ناروغانو لپاره هم یوه مهمه دروازه ده چې ډیری وخت پرې ناروغان د تداوۍ لپاره پاکستان خاوري ته اوړي.

یاده دي وي چې وړاندې هم د سپین بولدک دروازه څو ځله د نامعلومو لاملونو باندي پاکستاني لوري تړلي وه.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ