د کندهار د ټولو ولسوالیو په کلینکونو کي دوا او درمل خلاص شوي دي

لخوا Aamaj News

د کندهار ولایت څخه سرچینه وایي چې ددې ولایت په مرکزي لوی روغتون او ولسوالیو اړوند کلنیکونو کې دوا او درمل خلاص شوي دي

د سرچینې په وینا د کندهار ښار مرکزي میرویس حوزوي روغتون کې هم ورته ستونزه شته چې ناروغان یې د مرګ له ګواښ سره مخ کړي دي

سرچینه زیاتوي میرویس حوزوي روغتون او ولسوالیو ته هره ورځ په سلګونه ناروغان ورځي چې د درملو د کمبود له کبله ټول ناروغان د ښار له کلنیکونو څخه دوا رانیسي

سرچینه وایي کندهار کې ځایي اوسېدونکي د عاجلو اقداماتو هیله لري، هلته د ناروغانو وضعیت ښه نه دی

دا په داسي حال کې ده چې دوه میاشتي وړاندې د سره صلیب نړیوالې ټولنې کندهار کې د میرویس حوزوي روغتون او اړوند کلنیکونو سره د طالبانو د فشار له کبله د دواو مرستي ودرولې.

اړوند لیکنې

1 تبصره

Champion FM Radio November 5, 2023 - 7:40 am

I do not even understand how I ended up here but I assumed this publish used to be great

ځواب

یو نظر پریږدئ