د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال، ملا عبدالغني برادر د کجکي بند د دوهم فاز په پرانیست غونډه کې ویلی چې دا هیواد د بهرنیانو په مرسته او خیرات نه دی جوړ شوی. هغه زیاته کړې: «موږ به خپل هیواد پخپل تولیداتو جوړ کړو.»
ښاغلي برادر زیاته کړې چې نړیواله ټولنه زموو هیواد نه دی جوړ کړی؛ بلکې هغه وران کړی او موږ یې په بیارغوني بوخت یو.
ټاکل شوې طالبانو نن د هلمند د کجکي بند د ١٠٠ میګاواټه برېښنا د تولید فابریکه پرانیزي.