د روسیې “آر ټي” شبکې د افغانستان په چارو کې د پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف څخه په نقل قول راپور ورکړی چې دا هېواد به مشروعیت ترلاسه کولو لپاره د طالبانو هڅو څخه هغه وخت دفاع وکړي چې طالبان د بشر حقونو او ټول ګډونه حکومت په اړه په خپلو ژمنو عمل وکړي.
ضمیر کابلوف وویل: “نړیواله ټولنه ډېر مطالبات لري، په لومړي ګام کې، د حکومت ټول ګډونتوب باید سیاسي او قومي وي. البته د نورو قومونو استازي په حکومت کې شتون لري، خو ټول د طالبانو غړي دي. په بل پړاو کې، موږ له طالبانو څخه د بشری حقونو د درناوي او ښځو حقونو ته درناوي تمه لرو.”
دغه روسي چارواکي زیاته کړې؛ چې مسکو پر طالبانو د خپلو د نظرونو د تحمیل په لټه کې نه دی، ځکه افغانستان خپل دیني او کلتور سنتونه لري. خو طالب رهبرانو ته یې د نورو مسلمانو ملتونو څخه د بېلګې اخیستو وړاندیز کړی.
کابلوف څرګنده کړې؛ چې که دا شرطونه بشپړ شي، طالبان رسمیت پېژندلو ته نږدې کېږي.
د افغانستان لپاره د پوتین ځانګړي استازي ټینګار کړي، چې یوازې تېره اونۍ کې ۱۳۵ ماشومانو افغانستان کې ژوند له لاسه ورکړی. نوموړی باور لري چې د افغانستان وضعیت له هغې څه ډېر خراب دی کوم چې ملګرو ملتونو سازمان راپور ورکړی.
ضمیر کابلوف زیاته کړې: “که طالبان غواړي په واک کې پاتې شي؛ باید د اکثریت ښاریانو د ژوند شرایط عادي کړي، هغه څه چې د نړیوالې ټولنې له اقتصادي او بشري مرستو پرته امکان نه لري.”
دا په داسې حال کې ده؛ چې تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمست نه دی پېژندلی.
1 تبصره
Live chat with hot webcam models – https://cupidocam.com/content/tags/cum! Meet people in online chat rooms wanting to with you