د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیر، کن دیکر د کابل په لوېدیځ کې د کاج پر ښوونیز مرکز د نن ورځې برید په غبرګون کې وايي، په ازموینې بوخت د زده کوونکو څخه ډک ټولګي په نښه کول یو «شرموونکی» عمل دی.
په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر نن (جمعه د تلي ۸مه) په یوه ټویټ کې دا چاودنه په کلکه وغندله.
کرن ډیکر ټینګار کړی چې ټول زده کوونکي حق لري چې په آرامۍ او له ویرې پرته زده کړې وکړي.
طالبانو د ننني ځانمرګي برید لومړني تلفات ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۷ ټپیان اعلان کړي دي.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
3 تبصرې
Great post Thank you. I look forward to the continuation.
Awesome article.
I am sure this article has touched all the internet users, its
really really good post on building up new web site.