طالبان: هغه ادعا چې ګواکي پر کابل هوايي ډګر ځانوژونکی بریدګر زموږ لخوا آزاد شوی، بې بنسټه ده

لخوا Aamaj News

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي نن “یکشنبه د جدی ۱۲مه” یو غبرګون کې هغه راپورونه په یو ټویټ کې رد کړل، چې ګواکي پر کابل هوایي ډګر ځانوژونکي بریدګر د طالبان لخوا خوشي شوي.

کریمي زیاته کړې، هغه ادعا چې ګواکې په ۲۶ د اګسټ کابل هوایي ډګر باندې ځانوژونکي بریدګر د طالبانو لخوا خوشي شوي بې بنسټه ده.

د کریمي په وینا: “دا خبر سم نه دی او په دې اړه هېڅ ثبوت هم شتون نه لري.”

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند څرګنده کړې؛ چې پر کابل هوایي ډګر د برید او بګرام زندان زندانیان د خوشي کېدو ترمنځ فاصله ډېره کمه وه، او ممکنه نه وه چې دومره کم وخت کې داسې یو برید جوړ شي.

نوموړي ټینګار کړی؛ مخکې له دې چې طالبان پر بند خونو مسلط شي، د داعش په ګډون بندیان خوشي شوي و.

بلال کریمي په داسې حال کې دا خبرې کړي؛ چې د امریکایي رسنیو د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، چې تېر مال د اګېسټ په ۲۶ مه نېټه د وییسلو لړۍ پر مهال کابل هوایي ډګر باندې ځانوژونکی بریدګر د طالبانو لخوا له بګرام زندان خوشي شوی و.

پر کابل هوایي ډګر د ځانوژونکي برګر په برید کې څه کم ۲۰۰ عام وګړي او ۱۳ امریکایي سرتېرې ووژل شول.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ